د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو ۵ مه غونډه نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي. د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خبرې اترې وشي. د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي فعالیتونو پر ضد د دولتونو پر هڅو هم خبرې وشي. په پام کې ده چې د بشکیک په غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت او د ملګرو ملتونو د مخدروموادو او جرمونو پرضد د مبارزې اداره هم ګډون وکړي. د یادولو وړ ده، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن هم په یادې غونډې کې د ګډون په موخه بشکیک ته رسېدلی دی.