اسراییل روسیې ته د هغې پرېکړې له امله خبرداری ورکړی چې پرون یې وویل غواړي سوریې ته د توغندیو هوایي دفاعي پرمختللی سیستم ورکړي. د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړی چې دا اقدام به دغه جګړه ځپلې سیمه نوره هم بې ثباته کړي. دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ پر ټلفون خبرې کړې دي. د نتانیاهو دفتر ویلي، ده پوتین ته ویلي، چې پرمختللی د هوا دفاعي سیستم غیر مسؤلانه لاسونو ته ورکول به په سیمه کې ګواښونه زیات کړي. هغه ویلي، اسراییل به د خپل امنیت او ګټو دفاع ته دوام ورکړي او په سوریه کې به ایراني نظامي اهداف هم په نښه کړي.