جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

په جرمني کې په زرونو کسانو د مونیخ د امنیتي غونډې پر ضد مظاهرې وکړې

فبروري 18, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

په ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د مونيخ ۶۰مې دورې امنیتي غونډې د دوهمې ورځې اجنډا تر سره شوه. په مونیخ ښار کې د دې غونډې پرضد ډېرې مظاهرې او لاریونونه وشول. مظاهره کوونکي د مونیخ له امنیتي غونډې سره ځکه مخالفت کوي چې پکې له اوکراین سره د پوځي مرستو د لا زیاتولو په اړه بحث شوی دی.

د دې غوندې په ترڅ کې ډېرو جنګ ضد سازمانونو احتجاجي لاریونونه راوبلل چې تر ټولو لوی لاریون د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه د مونیخ په مرکز کې وشو چې زرګونو کسانو ګډون پکې کړی و.

لاریون کوونکو د لوېدیځو هېوادونو له هغه عمل سره مخالفت وکړ چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې د سیمه ییزو شخړو د هوارۍ لپاره د نظامي لارو کارولو په اړه بحث شوی دی.

د مظاهرو تنظیموونکي او د ناټو د امنیتي غونډې پر ضد د مظاهرو اتحاد مطبوعاتي ویاند هاینز مایکل ویلسمیر خبریالانو ته وویل، دا چې د مونیخ د امنیتي غونډې ګډونوالو پر سوله ییز حل بحث نه دی کړی او د وسلو د تولیدي توان د پياوړتیا غوښتنه يې کړې، د اروپایي او امریکایي هېوادونو وسلو د سیالۍ نوی پړاو به پیل شي. هغه زیاته کړه، ټولې هغه نښې چې د مونیخ د امنیتي غونډې لخوا خپرې شوې دا په ګوته کوي چې جګړه به دوام ومومي. د لوېدیځو هېوادونو سیاستوال غواړي د وسلو د سیالۍ توان پياوړی کړي، ځکه چې دوی د وسلو له پلورلو څخه ترلاسه شويو لویو ګټو ته پام کوي. ده ویلي  موږ باید د دې په وړاندې اعتراض وکړو. د نظامي توان پراختیا په ټوله نړۍ کې د شخړو د شدت لامل شوې ده. د مونیخ د امنیتي غونډې ګډونوال غواړي چې پيچلې مسئلې په پوځي چلند حل کړي او دا به د نړۍ لپاره سختې ناوړه پايلې ولري.

په لاریون کې د جګړې ضد شاوخوا ۳۰۰۰ کسانوله ځان سره لیکلي شعارونه  لېږدول چې “د وسلو د لېږد پر ځای خبرې اترې وکړئ”، “ناټو یو جنګي سازمان دی” او داسې نور پرې لیکل شوي و. دوی د سوله ییزو خبرو اترو او د جګرې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او اوکراين او اسرائيلو ته د وسلو د استولو د دوام له امله يې پر لوېديځو هېوادونو نيوکه وکړه. دوی وايي، اوکراين او اسرائيلو ته د وسلو ورکول به پخوانی کړکېچن حالت نور هم خراب کړي. مظاهره کوونکو ۴۵ متره اوږده سپینه جنډه چې په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د بمبارۍ له امله د وروستیو ۵۰۰۰ قربانیانو نومونه ورباندې ليکل شوي وو هم لېږدوله.

د “مونیخ امنیتي غونډې بدلون” پروژې د ټیم غړې ۹۰ کلنې مچتیلډ سچریبر وویل چې جګړه یوازې ټولو کسانو ته درد رسوي او هیڅوک ګټونکی نشي کېدای. نوموړې په دې باور ده چې امریکا او ناټو د سوله ییزو خبرو اترو خنډ ګرځي او د اوسني کړکېچ د زیاتوالي لامل هم دوی دي. دا د خواشینۍ خبره ده چې روان کال د مونیخ امنیتي غونډه کې د روسیې استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې. په شخړه کې د ښکیلو اړخونو نشتوالي سوله ییزې خبرې اترې ناشونې کړې او سربیره پردې معلومه شوه چې دا د امریکا په مشرۍ لوېدیځ هېوادونه وو چې له خبرو اترو څخه یې ډډه وکړه. ځینې هېوادونه د امریکا تګلارې تعقیبوي او په پر له پسې توګه يې اوکراین او اسرائیلو ته وسلې برابرې کړې. د نن ورځې تر ټولو احمقانه او خطرناکه پالیسي د وسلو لیږدول دي.

هوبرټ هینډل د “مونیخ د امنیتي غونډې بدلون” پروژې ټیم غړی هم دی، هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې وسلې به هېڅکله سوله ټینګه نه کړي، پوځي فکر یا طریقې نه شي کولای د جګړې له امله رامنځته شوي زیانونه له منځه یووسي او نه به د تاوتریخوالي مخه ونیسي. برعکس، لازیاتې وسلې به یوازې لازیات تاوتریخوالي وپنځوي. موږ هیله لرو چې د مظاهرو له لارې د مونیخ امنیتي غونډې له ګډونوالو څخه غوښتنه کړو چې له پوځي فکره لاس واخلي او د شخړو د حل لپاره سوله ییز فکر وکاروي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In