طب ثابته کړې ده چې د لید کمزورتیا او د عمر زیاتېدو ترمنځ اړیکه شته. ډاکتران وایي چې د عمر په زیاتېدو سره په طبیعي ډول د سترګو لید کمزوری کېږي. په همدې اساس ځانګړې څېړنې ښيي چې ځینې خواړه کولای شي ستاسې د سترګو د کمزورتیا ستونزه چې د عمر د ډېروالي له امله ور سره مخ یاست، ۲۵ سلنه را کمه کړي. دغه خواړه په لاندې ډول دي:
۱- کبان
د کب غوښه غوړ اسیدونه لري چې په طبي اصطلاح (omega-3) ورته وایي. ځینو څېړنو ثابته کړې چې د کب غوړ یا اومېګا ۳ اسیدونه کولای شي ځانګړې اوبه پوره کړي.
۲- وچه مېوه
د څېړنو پر اساس وچه مېوه هم غوړ اسیدونه «اومېګا ۳» او ویټامین(E) په پراخه کچه لري چې کولای شي په عمر پورې اړوند د سترګو د لید کمزورتیا له منځه یوسي.
۳- پاڼې لرونکي سابه
په پاڼو لرونکو سابو کې داسې ماده شته چې د سترګو دید په تېزولو کې مرسته کوي. دغه څه بیا په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ویټامین C او E لري چې د سترګو لید زیاتولی شي.