د افغانستان المپیک کمېټې او سپورټ عمومي رییس د تاتارستان د سپورټ مرستیال وزیر خلیل او د دې هېواد د سپورټ کمېټې له مشر منصور مراد سره د یاد هېواد په پلازمېنه کازان کې د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د سپورت په پرمختګ او ګډو همکاریو خبرې کړې دي.په دې لیدنه کې د تاتارستان جمهوریت د سپورټ وزارت مسولینو ژمنه کړې، چې د افغانستان د ورزشکارانو د ښې ودې او روزونکو ته د ښې روزنې په برخه کې به لازمه همکاري وکړي.