یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

کاردان پوهنتون

حمیدالله حمیدي

جنوري 27, 2019
in پوهنتون
0 0

کاردان پوهنتون په خصوصي پوهنتونونو کې مخکښ او لومړنی پوهنتون دی، چې له لوړو زده کړو وزارت څخه یې د فعالیت جواز تر لاسه کړی دی او له دغه وزارت سره په (001) شمېرې ثبت شوی دی. د لومړي ځل لپاره یې چارې په ۲۰۰۲ ز کال کې د کابل په مکرور یانو کې په یوه کرایي ودانۍ کې د یوه انسټېټیوټ په چوکاټ کې چې یوازې ۱۲ زده کوونکي یې در لودل، پیل کړې او لنډمهاله کورسونه به یې دایرول. د دغو لنډمهالو کورسونو له پای ته رسېدو وروسته به یې زده کوونکو ته د سند په ډول سرټیفیکټ ور کاوه، خو په ۲۰۰۴ ز کال کې یې د زده کوونکو شمېر ۶۰۰ ته ورسېد چې شل سلنه یې نجونې وې او د سند ارزښت یې هم ډیپلوم ته لوړ شو. په ۲۰۰۶ ز کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت سره تر ثبت او راجستر وروسته د لوړو زده کړو موسسې ته ارتقاع وکړه. په همدغه کال یې په یوه پوهنځي (ادارې او تجارت) کې د ۱۳۰ محصلینو په درلودو سره پر فعالیت پیل وکړ. په ۲۰۰۹ ز کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د فعالیت جواز او منظوري هم تر لاسه کړه. په همدغه کال یې له ادارې او تجارت پوهنځي څخه لومړۍ دوره محصلین د لېسانس په کچه فارغ کړل او د پوهنې په ډګر کې یې بل ګام دا واخیست چې د (کاردان عالي ښوونځی) یې جوړ کړ او زده کوونکي یې ورته جذب کړل. په ۲۰۱۱ ز کال کې یې د ادارې او تجارت په برخه کې د باور ورکولو نړیوالې ټولنې (IACBE) غړیتوب خپل کړ او په دې ډول یې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې لومړی ځای ونیو. کاردان پوهنتون په ۲۰۱۲ ز کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه جوړه کړه او د همدې ټولنې د رهبرۍ چارې ور په غاړه شوې چې لږ تر لږه د لوړو زده کړو څلوېښت موسسې پکې شاملې وې. په ۲۰۱۳ ز کال کې یې یو ځل بیا د خصوصي پوهنتونونو په کتار کې لومړی ځای خپل کړ او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ یې پوهنتون ته ارتقاع وکړه. کاردان پوهنتون په ۲۰۱۴ ز کال کې د تجارت او نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام پیل او له دې سره یې په څنګ کې د نویو پوهنځیو پر تاسیس هم لاس پورې کړ، چې هغه وخت یې په بېلابېلو پوهنځیو کې د محصلینو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېدو.

دغه پوهنتون د زده کړو درې ډوله پروګرامونه لري. دغه پوهنتون د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې د څلورو سمېسټرونو لپاره محصلین جذبوي او تر فراغت وروسته ډیپلوم ورکوي. دکاردان پوهنتون ویاند او د طبي خپرونو رییس ډاکټر محمد ظاهر ایوبي وایي، دغه پوهنتون اوسمهال د لېسانس په برخه کې څلور پوهنځي (اقتصاد، حقوق، انجنیري او ټولنیز علوم) لري. د دغه پوهنتون د اقتصاد پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه، اقتصاد او اداره او تجارت لري. انجنیري او ټکنالوژۍ پوهنځی یې هم د دوو ډېپارټمنټونو درلودونکی دی، چې کمپیوټرساینس او ساختماني برخې پکې شاملې دي. د ټولنیزو علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (ژورنالېزم او سیاسي علوم) لري. خو د حقوقو پوهنځی یې بیا تر اوسه پورې یوازې یو ډېپارټمنټ قضا او څارنوالي لري.

د دغه پوهنتون ویاند وایي، دغه پوهنتون په خپلو دوو پوهنځیو (اقتصاد او ټولنیزو علومو) کې د ماسټرۍ پروګرام هم لري. ښاغلی ایوبي وایي، پوهنتون یې د ادارې او تجارت او دغه راز د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام لري، چې محصلین عملاً پکې زده کړې کوي. دغه پوهنتون اوسمهال لږ تر لږه ۵۰۰۰ محصلین لري چې د دغه پوهنتون د ماسټرۍ، لېسانس او د انګلیسي په برخه کې پر زده کړو بوخت دي. د دغه پوهنتون ویاند ډاکټر ظاهر ایوبي وایي، له دې ډلې محصلینو یې ۱۴سلنه ښځینه او پاتې نور یې نارینه دي.

دغه پوهنتون تر ۱۶۰ ډېر استادان لري چې په دې کې دایمي او موقتي دواړه شامل دي. د کاردان پوهنتون ویاند وایي، دوی د خپلو استادانو په ډله کې بهرني استادان هم لري چې د ماسټرۍ او لېسانس دواړو برخو کې پر تدریس بوخت دي. ښاغلي ایوبي وایي، د استادانو ډېری برخه یې تر دوکتورا او ماسټرۍ پورې لوړې زده کړې لري، خو د استادانو په ډله کې یې د ښځینه‌وو شمېر کم دی.

ایوبي وایي، دا چې دغه پوهنتون د ښه نامه څښتن دی او د زده کړو کیفیت یې هم ښه دی، نو هغه محصلین چې له دغه پوهنتون څخه فارغېږي، ډېر ژر په حکومتي او خصوصي سکټور کې پر دنده ګومارل کېږي. ښاغلی ایوبي وایي، کاروان پوهنتون د کارموندنې په نوم یو مدیریت لري، چې له فراغت مخکې او وروسته، د محصلینو لپاره د کارموندلو په برخه کې اسانتیاوې برابروي او هغه مهارتونه ور زده کوي، چې وکولی شي له مخې یې په اسانۍ دنده پیدا کړي او له دې سره په څنګ کې په هېواد کې د فعالو شرکتونو او نورو بنسټونو سره په اړیکه کې دي.

د دغه پوهنتون ویاند محصلینو ته د اسنادو ورکولو په اړه وایي، له فراغت وروسته محصل ته د ترانسکرپټ ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت په مهر او لاسلیک باندې فارغ شویو محصلینو ته یوه تصدیق پاڼه ورکول کېږي، چې هغوی ترې د یوه معتبر سند په توګه د دندې پیدا کولو او نورو برخو کې ګټه اخلي. ښاغلی ایوبي وایي، اوس تازه د لوړو زده کړو وزات لخوا خصوصي پوهنتونونو ته هم د هغه رسمي پاڼو وېشل پیل شوي چې د نورو دولتي پوهنتونونو فارغ شویو محصلینو ته د ډيپلوم په توګه ور کول کېږي. دی وایي، کاردان لومړنی پوهنتون دی چې د لوړو زده کړو وزارت څخه یې دغه پاڼې تر لاسه کړې دي، خو هومره نه دي چې په یو وار یې ټولو فارغ شویو محصلینو ته توضع کړي. دی وایي، دغه پروسه پیل شوې، د وخت په تېرېدو او په خپل وار به د کاردان پوهنتون ټول فارغ شوي او نوي فارغېدونکي محصلین د رسمي ډیپلوم څښتنان شي.

د دغه پوهنتون ویاند ایوبي د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په اړه وایي، دا سمه ده چې په تدریسي برخه، مدیرت او کیفیت کې باید د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ توپیر نه وي، خو دا چې خصوصي پوهنتونونه له محصلینو فیس اخلي، نو ډېر د مسوولیت احساس کوي او هڅه کوي، څه ډول چې لازمه ده په هغه ډول محصلینو ته تدریسي میتود او نور امکانات برابر کړي. ښاغلی ایوبي هغه تورونه چې ګواکي خصوصي پوهنتونونه فیس اخلي، نو محصل نه ناکاموي، نه یې غیر حاضروي او یا هم د پیسو په بدل کې ورته اسناد ورکوي، په کلکه ردوي. دی وایي، کاردان پوهنتون او ځینې نور دغه ډول پوهنتونونه چې نوموړی یې پېژني په هېڅ ډول دغه کار ته اجازه نه ورکوي. دی وایي، هغه محصلین چې غیر حاضري کوي او یا هم درس نه وایي، په کاردان پوهنتون کې نه کامیابېږي.

دغه پوهنتون دوه کتابتونونه لري چې په یوه کې الکترونیکي او په بل کې یې په فزیکي ډول کتابونه موجود دي. د کاردان پوهنتون الکترونیکي کتابتون پر کمپیوټري سیستم او انټرنېټ سمبال دی. د دغه پوهنتون په الکترونیکي کتابتون کې د نړۍ معتبر علمي ژورنالونه، علمي رسالې او په نورو ډېرو برخو کې ډېر کتابونه شته چې محصلین او استادان ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخلي. دغه راز دغه پوهنتون یو بل لوی کتابتون لري، چې محصلین کولی  شي په ګروپي او یوازې ځان مطالعه پکې وکړي او په کتابتون کې له شته کتابونو ګټه واخلي. کاردان پوهنتون د کابل پوهنتون له معلوماتي مرکز (ACKU) سره هوکړه لري چې له مخې یې د دغه پوهنتون محصلین وخت ناوخت په دغه مرکز کې له شته کتابونو او امکاناتو ګټه اخیستلی شي. د کابل پوهنتون د معلوماتو مرکز، د ژورنالونو ، تحقیقي رسالو، تاریخي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او ادبي کتابونو غني زېرمه ده چې شمېر یې ان سل زرو ته رسېږي.

کاردان پوهنتون په کور دننه او بهر له ډېرو پوهنتونونو سره علمي اړیکه لري. د دغه پوهنتون ویاند وایي، په کور دننه له ډېرو پوهنتونونو سره چې ښه بېلګه یې کابل پوهنتون او په دغه پوهنتون کې د طب، انجنیري، حقوق او اقتصاد پوهنځي دي، علمي اړیکې لري او خپل کریکولم مخکې له دې چې عملي یې کړي، کابل پوهنتون ته د مور پوهنتون په توګه سپاري او د لوړو زده کړو وزارت قوانین، لایحې او مقررې په ټولیزه  توګه عملي کوي. ایوبي وایي، د هېواد له ډېرو خصوصي شرکتونو سره په اړیکه کې دي چې له فراغت وروسته یې ډېری محصلین له همدې لارې په دنده ګومارل کېږي. د دغه پوهنتون ویاند وایي، کاردان پوهنتون له هېواده بهر د امریکا، اندونیزیا، مالیزیا او له ډېرو نورو پوهنتونونو، انسټېټیوټونو او بنسټونو سره اړیکه لري.

کاردان پوهنتون تر اوسه یوازې په کابل کې فعالیت لري. د دغه پوهنتون ویاند وایي، د اوس لپاره په ولایتونو کې د خپلو څانګو د پرانیستو کوم پلان نه لري، خو غواړي په کابل خپل فعالیتونه نور هم زیات کړي او د کاردان پوهنتون دکابل په بېلابېلو برخو کې د خپلو ملکیتونو څښتن شي او له دې لارې خپل خدامات لا پراخ کړي. د دغه پوهنتون ویاند وایي، اداره یې په پام کې لري چې ډېر ژر له لوړو زده کړو وزارته د طب پوهنځي او په څنګ کې یو لوی او له هره اړخه پر امکاناتو برابر روغتون ولري، څو نور زموږ  هېواد وال د درملنې لپاره له هېواده بهر د درملنې لپاره ولاړ نه شي. دی وایي، د دغه پوهنتون اداره د پوهنتون د لا پرمختګ لپاره ډېر نور پلانونه په پام کې لري چې په عملي کېدو سره به یې دغه پوهنتون لا نور هم وغوړېږي او ټولنې ته به په کار پوه او وړ کسان وړاندې کړي.

 

Share99Tweet22Share9

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In