امریکا منلې چې په راتلونکو اتلسو میاشتو کې به خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. رویټرز خبري اژانس ته نږدې طالب سرچینو ویلي چې له امریکا سره یې شپږ ورځنۍ خبرې پر مهمو موضوعاتو راڅرخېدې او دغه هېواد ژمنه کړې چې په راتلونکو اتلسو میاشتو کې به خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. د طالب سرچینو په وینا ددوی تر ټولو ډېر تمرکز د بهرنیو ځواکونو پر وتلو و، نو له همدې امله امریکا دې ته تیاره شوې چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره به خپل ځواکونه په اتلسو میاشتو کې له افغانستان وباسي. رویټرز لیکي په دې خبرو کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث شوی دی خو طالب سرچینو ورته ویلي چې دواړه لوري له خپل مشرتابه سره تر خبرو وروسته وروستۍ پرېکړې ته د رسېدلو لپاره کار کوي. رویټرز ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې مسوده هم بشپړه شوې ده او دواړه لوري یې له خپلو مشرانو سره تر مشورې وروسته لاسلیکوي.