د هند د ملي امنیت پخواني سلاکار شیون شینکر مېنون ویلي هند باید په افغانستان کې خپل رول له پامه و نه غورځوي. دده په خبره دغه هېواد باید طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي ځکه په افغانستان کې ثبات د هند لپاره د اهمیت وړ دی. شینکر ویلي د هند پالیسي باید د افغانستان لپاره مشخصه وي او ددغه جګړه ځپلي هېواد په پرمختګ کې باید هر راز همکاري وکړي. نوموړي د افغانستان او هند اړیکې د ټولې سیمې لپاره مهمې بللې دي خو زیاته کړې یې ده چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د هند ملګرتیا او مرستې ته اړتیا لري. د شیون شینکر په باور هند کولی شي د افغانستان د سولې په مسئله کې رغنده او د پام وړ رول ادا کړي او ان ددې جوګه دی چې له طالب وسله والو سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي او دوی د خبرو له لارې د جګړې پرېښودلو ته وهڅوي. هغه د هند او افغانستان ملګرتیا د ټولې سیمې د ودې لپاره مهمه او ګټوره بللې ده.