ملګري ملتونه وايي، د تېر کال شپږو میاشتو په پرتله د سږ کال همدې موده کې، افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله ملکي مرګ ژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده. یوناما دا راپور وروسته تر هغه خپور کړی دی چې تېرو دوو ورځو کې د کاپیسا په تګاب او د وردګو په جغتو کې د هوایي بریدونو له امله لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سپټمبر په ۲۵مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې روان کال کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده. راپور کې د ملکي وګړو د وژل کېدو پړه ۵۲ سلنه د افغانستان هوايي ځواک ته، ۴۵ سلنه نړیوالو نظامي ځواکونو ته او پاتې ۳ سلنه نا پېژاندو دولت پلوه ځواکونو ته منسوبه شوې. د یوناما د راپور له مخې، افغان شخړه کې د روان کال د لومړۍ نیمايي ملکي تلفاتو کابو اوه سلنه هوايي عملیاتو ته منسوبه شوې. یوناما د جګړې له ښکېلو غاړو د نښتو او جګړو پر مهال د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.