د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن مازدیګر ۴ بجې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کیږي. د یادې لوبلړۍ د تمریناتي کمپ په وروستۍ ورځ د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه رسنیز کنفرانس کې رسنیو ته د خپلې لوبډلې د چمتوالي ډاډ ورکړی دی. د شهیدي په خبره، د شارجه په لوبغالي کې یې لوبډلې ډېرې سیالۍ ترسره کړي چې په باور یې د لوبغالي کنډېشن به له دوی سره ډېره مرسته وکړي. نوموړي د لوبډلې وروستیو ماتو ته په اشارې سره وویل، همدا یې د لوبډلې سختې شېبې دي او افغانان یې باید په همدې وخت کې ملاتړ وکړي ترڅو یو وار بیا د نړیوال جام په څېر پیاوړې سیالۍ وکړي. د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د روانې مارچ میاشتې په۹مه او درېیمه په ۱۲مه نېټه ترسره کیږي.