د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن مازدیګر ۴ بجې درېیمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي.کرکټ بورډ ویلي چې د دې لوبې لپاره لوبغاړو ښه چمتو والی نیولی دی. دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې تردې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړې او دویمه لوبه بیا د باران له امله نه ده ترسره شوې؛ که نننۍ لوبه هره لوبډله وګټي نو د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله به اعلان شي. د یادولو وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د یو ورځنيو لوبو وروسته ۳ شل اوریزې لوبې هم ترسره شي او تمه ده چې په هغو لوبو کې ستوری لوبغاړی راشدخان هم تر درې میاشتني ځنډ وروسته بېرته له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.