د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د ایران ولسمشر حسن روحاني ښه سړی دی او په وينا يې چې ښايي يوه ورځ ورسره وګوري.
ټرمپ دا څرګندونه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې تر پيل څو ساعته وړاندې پرون په يوه ټوېټري پيغام کې کړې وه.
ټرمپ ويلي وو، د اوس لپاره د ايران له ولسمشر سره نه ګوري، خو دا چې په وينا يې روحاني فوق العاده سړی دی، ښايي په راتلونکې کې کله ورسره خبرو ته کښېني.
په ورته مهال د ايران ولسمشر حسن روحاني هم امريکايي اې بي سي ټلوېزيون ته ويلي چې له ټرمپ سره د لېدنې پلان نه لري، ځکه په وينا يې چې ټرمپ د مذاکراتو او ليدو کتو لپاره شرایط سخت کړي دي.
روحاني ویلي چې که څوک خبرو او لیدنې ته لېوال وي نو پر بندیزونو او گواښونو دې لاس نه پورې کوي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو رسنيو ته ويلي وو، که ايراني چارواکي خبرو اترو او ناستې ته لېوال وي نو ټرمپ چمتو دی چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د کلنۍ ناستې په څنډه کې ورسره وګوري.
پامپيو ويلي وو چې په ايران کې اصلي پرېکړه کوونکی علي خامنه یي دی او که اړتيا شي نو ټرمپ به له نوموړي سره هم خبرو ته کښېني، خو خامنه یوه میاشت مخکې د ټرمپ وړاندیز ته په یو غیر مستقیم غبرگون کې ویلي وو چې له امریکا سره مذاکرات په جدي توگه منعه دي.