شمالي کوريا پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د امريکا د بنديزونو پر وړاندې دې سره يو لاس شي.
شمالي کوريا دغه راز وړانديز کړی چې د امريکا د متحدو ايالتونو د بنديزونو د لرې کولو لپاره دې پر يو نړيوال قانون يا تړون غور وشي.
دغه وړانديز د شمالي کوريا د مرکزي محکمې مرستيال يوسانګ چال د روسيې په ولادي ويسټوک ښار کې د ارام سمندر او اسيا حوزې هېوادونو نړيوالې حقوقي غونډې غونډې ته د وينا پر مهال کړی دی.
چال ويلي: «د امريکا د بنديزونو لرې کېدل يا بې اغېزې کېدل د اسيا او ارام سمندر حوزې د هېوادونو پر اقتصادي ودې او دغه راز د کوريا ټاپووزمې پر ثبات او امنيت نېغ په نېغه اغېز لري».
پيونګ يانګ ويلي، د نړۍ هېوادونه بايد په ګډه يو داسې سيسټم يا نظام رامنځته کړي چې د امريکا يکه تازي را کمه او په نړيواله کچه عدالت تأمين کړي.
د شمالي کوريا د مرکزي محکمې مرستيال ويلي: «سياسي او حقوقي سازمانونه بايد د امريکا له متحدو ايالتونو وغواړي چې د خپلو فعاليتونو په تړاو ځواب ويونکي اوسي او دغه راز په نړيواله کچه د اصولو تر پښو لاندې کولو ته د پا ټکی کېږدي».
د پيونګ يانګ دا وړانديزونه په داسې حال کې دي چې شمالي کوريا د خپلو توغنديزو ازموينو او اټومي پروګرام پر سر د امريکا له سختو اقتصادي بنديزونو سره مخ ده.