ټاکل شوې چې روسيه به په راتلونکو دوو اونيو کې سوريې ته نوي الوتکې ضد توغندي ورکړي.
سوري حکومت ته د اېس – ٣٠٠ ډول توغنديز دفاعي سيسټم د ورکړې په تړاو د روسيې پرېکړه وروسته له هغې مخې ته راځي چې تېره اونۍ سوري ځواکونو د اسرائيلو د هوايي برید پر مهال په تېروتنې سره يوه روسي کشفي الوتکه نسکوره کړه.
روسيه پړه پر اسرائيلو ور اچوي او وايي چې اسرائيلي جېټ الوتکو يې کشفي الوتکه د يوه ډال په څېر کارولې ده؛ خو اسرائيلي چارواکو، چې د روسۍ الوتکې د نسکورېدا پړه پر سوريې اچولې، روسيې ته خبردارى ورکړى چې په وينا يې نامسوولو لوبغاړو ته د دغه راز توغنديو ورکړه سيمه لا ګواښمنوي.
په همدې حال کې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن هم ويلي چې د روسيې دا پرېکړه د سوريې جگړه لا توندولى شي. نوموړي پر روسي چارواکو غږ کړی چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
خو د روسيې د دفاع وزير سرگي شويگو وايي چې اېس – ٣٠٠ ډول توغنديز دفاعي سيسټم د سوريې د هوايي حريم امنيت پياوړى کولى شي: «دا سيسټم د ٢٥٠ کيلو مترو په واټن هوا کې بريدگر وسايل ويشتلى شي، همدا راز په يوه مهال په هوا کې گڼې موخې په نښه کوي».
شويګو دغه راز ادعا کړې چې وړاندې يې يو ځل سوريې ته د دغه سيسټم ورکړه ځنډولې وه چې په وينا يې بيا دا کار ننه کوي: «زه غواړم دا په ټينگه ووايم چې په ٢٠١٣ کال کې سوريې ته د دغو توغنديو ورکړه د اسرائيلو په غوښتنه په داسې حال کې وځنډول شوه چې توغندي د لېږد لپاره چمتو او سوري پرسونل هم روزل شوي وو. اوس حالت بدل شوى او په دې کې موږ ملامت نه يو».
خو د چارو څارونکي په دې باور دي په الزاقيه ښار کې د روسيې هوايي اډې ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو هوايي بريدونه ظاهراً د مسکو لپاره له سرې کرښې تېرېدل وو او روسيه اوس نه غواړي چې په دغه راز بريدونو نور سترگې پټې کړي.