هڅه وکړئ چې د ژوند پر بې مانا اړخونو سترګې پټې کړئ. کله مو چې دا ډول پوچ مسایل له خپل ذهنه لرې کړل، هغه وخت به د خپل ځان لپاره د تفریح زمینه برابره کړی. ډېر به مو لیدلي وي، کله چې د لوبې یو ټیم لوبه بایلي، لوبغاړي یې څومره د غوسې او خپګان احساس کوي. دغه ډول که یې کله لوبه وګټله، نو خوښي یې بیا یو پر دوه کېږي.
تاسو هم دا ډول یاست، که مو یو ځل د دې کړنې خوند ولید، نو له خپلې دې بریا به بې کچې خوند واخلی.
د ځان لپاره وخاندئ، د دې پر ځای چې پر ځان پورې وخاندئ:
په دې ډول شوخۍ سره کولای شی چې خپل ځان وپېژنی او پر دې پوه شی چې له انسانانو سره خطا ملګرې ده.
د خوښې وړ ټوکې مو واورئ: ډېر کسان له دې سره مینه لري چې ټوکې وکړي او یا له بل څخه غواړي چې ټوکې ورته واوروي. انټرنېټي ځانګړې پاڼې له ټوکو ډکې دي چې د عنوان له اړخه طبقه بندي شوې دي. ځینې یې بې مزې دي او ځینې نورې یې بیا ښې او خندوونکې دي. هغه وګورئ او خوند ترې واخلئ، وخاندئ او نورو ته یې هم ووایاست.