شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د ناټو راتلونکې څنګه ده؟

اپریل 6, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

ناټو د اپرېل په ۴مه د بلجيم په مرکز بروکسیل کې په  مقر کې  خپله ۷۵مه کليزه ولمانځله. کله چې د ۱۲ هېوادونو استازو په ۱۹۴۹م کال کې د ناټو د جوړولو په هکله تړون لاسليک  وکړ، دا تصور کول ګران وو، چې ناټو به تر يوويشتمې پېړۍ پورې  پاتې شي. آيا ناټو د موجوديت ارزښت لري، چې دا په نړۍ کې د پراخو بحثونو تمرکز ګرځېدلی  ده.

په دې وروستيو کې د ناټو د “ټينګ ملاتړ کوونکي ۲۰۲۴”تمرينات تر سره شول. د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهيسې د ناټو د تر ټولو لوی پوځي تمرين په توګه  دغه سازمان هيله لري، چې دا د نوي ستراتيژيکو مفکورو او نوي دفاعي پلانونو د تائيدولو لپاره وکاروي، همدارنګه  غواړي، چې د روسیې او اوکراين تر منځ په شخړو کې له اوکراين څخه ملاتړ وکړي. خو د ناټو د سمندري پوځي ځواک د مخکښ هېواد په توګه بريتانيا د ناټو په پوځي تمريناتو کې خپلې کمزورتيا  وښوده.

په ځايي وخت د فبرورۍ په څلورمه نېټه، د بريتانيا د الوتکې وړونکې بېړۍ “ملکه اليزابټ”  چې په اصل کې پلان  ؤ د “ټينګ ملاتړ کوونکي ۲۰۲۴” په تمريناتو کې به ګډون وکړي، د سختو ماشيني ستونزو له امله ورڅخه وتلو ته اړ شوه. د دې لپاره د بريتانيا د سمندري ځواکونو لخوا ورکړل شوی دليل دا دی، چې دوی د دغې الوتکې وړونکې بېړۍ د څارنې په وخت کې ستونزه وموندله.

د بريتانيا فايننشل ټايمز ورځپاڼې ويلي، په داسې وخت کې چې په سور سمندرګي کې کړکېچ په ډېرېدو دی، د ناټو له پوځي تمريناتو څخه د بريتانيې د الوتکې وړونکې بېړۍ د وتلو په هکله اعلان ډېر  شرموونکی دی او د بريتانيا د سمندري پوځونو د توان په هکله  نړیوالېاندېښنې زياتې شوې دي.

د ناټو اوسنی دریم قوماندان، د نظامي کمېټې رییس، هالنډي روب باویر هم د ناټو له سمندري ځواک څخه راوځي. د تېر مارچ په ۲۶مه ، باوير د خبرو اترو لپاره په خپل پلرني ښار امستردام کې یو پوهنتون ته  لاړ. خو غونډه هغه مهال د لاريونونو له امله وځنډول شوه. شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ مظاهره چیان د بیرغونو او بینرونو سره د پېښې ځای ته  لاړل. مظاهره چيانو په لوړ اواز د ناټو پر ضد شعارونه ورکول. د پېښې په ځای کې هغې نښې ځوړندې شوې وې ، چې “امپریالیزم = تروریزم” پرې لیکل شوي وو. د نښې نیمایي برخه په سور رنګ شوې او “لاسونه په وینو پوښل شوي” وو. په يوې بلې نښې کې دا لیکل شوي “د ناټو ۷۵کلن تروریزم “. مظاهره چيان په دې باور وو، چې دغه پوهنتون باید “د ناټو د تبلیغاتو لپاره یو پلیټ فارم چمتو نه کړي” او و یې وغوښتل  چې “د ناټو د بهرنۍ لاسوهنې پایلې” افشا کړي.

د آلمان د خلکو غوښتنې تر یوې اندازې پورې د آلمان د حکومت دریځ منعکسوي. د «پوليټيکو ويسايټ» په وینا، د آلمان اوسنی حکومت د خپلو ملي ګټو پر بنسټ هيله لري، چې د روسیې ضد د مبارزې او له روسیې سره د ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ په منځ کې توازن وساتي، دا د آلمان له دوامداره ستراتیژۍ سره سمون لري. د آلمان پخوانيو لومړيو وزیرانو ګيرهارډ سچروډير او انګيلا ميرکيل د دې توازن په لټه کې وو. مګر د آلمان یو شمېر مخالفو سیاسي ګوندونو تور لګولی، چې د امریکا له جنګي ستراتيژۍ سره د آلمان تړل  يوازې خپل هېواد ته زيانونه رسوي. د آلمان فدرالي غړی جیرالډ اوټن په دې نظر دی، چې د ناټو په مشرۍ له عملیاتو سره یوځای کېدل به یوازې د ناورین لامل شي.

په دې وروستیو کې د نړیوالې درجه بندۍ ادارې موډیز خبرداری ورکړی، چې د وسلو پراخول به د ناټو د غړو هیوادونو لپاره د خپلو پورونو کمول ستونزمن کړي او ممکن د ناټو هیوادونو اعتبار کمزوری کړي، چې پدې توګه به ټولنیزې شخړې لاپسې زیاتې کړي. هسپانیه او ایټالیا چې د ناټو د دفاعي لګښتونو له هدف دوه سلنه لېرې دي، په ځانګړې توګه  زیانمنېدونکي دي، د پوځي لګښتونو نور زیاتوالی به د دوی د ټولنیز ضمانت کچه راټیټه کړي.

د روان کال په فبرورۍ کې ناټو د دفاع وزیرانو غونډه وکړه، چې اصلي موضوع یې “د پیسو غوښتنه” وه. په ۲۰۲۳م کې د ناټو د غړو په منځ کې، یوازې د ۱۱ هیوادونو نظامي لګښتونه د GDP شاوخوا دوه سلنه برخه  جوړوله. د هغه پلان له مخې، چې مخکې د ناټو د سرمنشي لخوا وړاندیز شوی و، د ناټو د لږترلږه ۱۸ غړو هیوادونو نظامي لګښتونه بايد په ۲۰۲۴م کې د GDP شاوخوا دوه سلنه  جوړ کړي، په ځانګړې توګه د ایټالیا، جرمني او فرانسې په شمول، چې قوي اروپايي هېوادونه دي. متحده ایالات له دوی څخه غواړي، چې نظامي لګښتونه نور هم زیات کړي او د یرغلیزو جنګي وړتیاوو جوړول پیاوړي کړي.

د ناټو تر نفوذ لاندې، د ډېرو هیوادونو نظامي لګښتونه د دې رجحان په تعقیب کې زیاتوالی موندلی، خو دا به نه یوازې د امنیتي کړکېچ په کمولو کې پاتې راشي، بلکې د وسلو سیالي به پیل کړي او اقتصادي پراختیا، د ټولنې او خلکو هوساینې به قرباني کړي. د ایټاليا = قانون پوه مارسیلي په څرګند ډول  وویل، چې ناټو له لسیزو راهیسې د افغانستان، عراق او لیبیا په شمول ډېرو هېوادونو کې د “ډیموکراسۍ” تر شعار د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او جګړې او شخړې يې راپارولي دي. هغه زياته کړه، چې ناټو له یوه دفاعي سازمان څخه په داسې سازمان بدله شوې چې، پر نورو هیوادونو یرغل کوي.

په هغه ورځ چې ناټو خپله ۷۵مه کلیزه لمانځله، یو شمیر اروپایانو په ټولنیزو  شبکو کې ټوکې کولې، “له ناټو پرته، نړۍ به ډېره ارامه وي.”

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In