پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، په پام کې ده چې د ایران ولسمشر د روانې اپرېل میاشتې درېیمه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دواړو هیوادونو ایران او پاکستان د اړیکو او منځني ختیځ د وروستیو ناکراریو په اړه سره خبرې وکړي. تر دې وړاندې شهباز شریف ته د مبارکۍ په ټلیفوني خبرو کې هغه ابراهیم رییسي پاکستان ته وربللی و. د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به د روانې اپرېل میاشتې په ۲۲ نیټه پاکستان ته سفر وکړي او د دواړو هیوادونو په اړیکو به خبرې وکړي. ټاکل شوې چې د دواړو هیوادونو مشران به د مرغومي په میاشت کې د ایران له لوري د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو او د پاکستان له ورته ځواب وروسته د رامنځته شوې بې باورۍ د لرې کولو په اړه خبرې وکړي.