د امریکا د د فاع وزیر جېمز مټيس وايي، د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې تر لوړېدو وروسته اوس امريکايي ځواکونه په افغانستان کې خپل تکتيکونه تنظيموي.
مټېس وړمه شپه په پنټاګون کې خبريالانو ته وويل، تېرکال افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، خو دغو ځواکونو بیا هم ماتې ونه منله.
مټېس دغه راز وويل چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي، خو د خپلو پوځيانو د نویو تکتیکونو د تنظیم په تړاو يې ډېر معلومات ورنه کړل.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار پر شپنيو عملیاتو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې په دغو عملياتو کې ډېر کله ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.
مسلميار ازادي راډيو ته ويلي: «موږ له امنیتي ارګانونو غواړو چې د شپنیو عملیاتو پر تر سره کولو بیا ځلې نظر واچوي، په پټو سترګو عملیات ونه کړي چې په نتیجه کې يې ماشومان، ښځې او په ټوله کې ملکیان وژل کېږي او دا موږ ته د منلو وړ نه دي».
د امريکا د دفاع د وزير څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په ناسته کې، په يوه مياشت کې د ملي اردو د ۵۰۰ سرتېرو د وژل کېدو او ۷۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
دې ناستې ته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي، هره ورځ د ملي اردو او پولیسو ۳۰ سرتېري وژل کېږي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان له هغې ډلې محمداګل مجاهد په دې باور دی چې د جګړې د تکتیک بدلول ګتور نه تمامېږي او په وینا يې، په تېرو اتلسو کلونو کې هم په وضعيت کې بدلون نه دی راغلی.
مجاهد زياتوي: «له شک پرته د افغانستان جګړه بهرني ابعاد لري او ګټه یې یو شمېر د سیمې او نړیوالو هېوادونو ته رسېږي او چې د امریکا دفاع وزیر وايي چې د جګړې تکتیک بدلوي، زما په اند په جګړې څوک افغانستان نه شي نیولی او جګړه د حل لار نه ده».
د نوموړي په وینا، جګړې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې له افغانانو ډېرې قربانۍ اخيستې دي او اړتيا ده چې د جګړې د تکتیک د بدلولو پرځای د سولې پر خبرو اترو ډېر تمرکز وشي، ځکه په وینا يې چې جګړه د حل لاره نه ده او ګټونکی او بایلونکی به ونه لري.