د پلخمري ښارالۍ مسوولینو ویلي چې په دغه ولایت کې یې ۲۰ ټولګټې پروژې پلې کړې دي. د پلخمري ښاروال عبداللطیف مظلوم ویلي چې په دغو پروژو کې د یاد ښار په لومړۍ ، دویمه او درېمه ناحیه کې د مارکېټ جوړول، د فرعي سړکونو کانکرېټ، د فرهنګي کلوپ جوړول او د تفریحي پارک او نورې کوچنۍ پروژې شاملې دي، چې په ګټې اخیستنې سره یې سلګونو کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي. مظلوم زیاته کړه چې ددغو پروژو لګښت د یاد ښاروالۍ له لوري ۲۰۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې ده.