د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، راشد خان د اسټرالیا کرېکټ بورډ له لوري له افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو او ځنډولو وروسته ویلي، کرکټ د خوښۍ لوبه ده او د حکومتونو ترمنځ مسایلو کې باید ښکېل نه کړای شي. راشدخان، سپورټي ورځپاڼې، اي اېس پي اېن کرېک انفو سره په مرکه کې ویلي، دا ډول پرېکړې یې ډیر ځوروي ځکه افغان لوبډله اړتیا لري چې له سترو لوبډلو سره لوبې وکړي. د اسټرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو د محدودیت په غبرګون کې له افغان کرکټ لوبډلې سره یوه ټېسټ، درې یوه ورځنۍ لوبې لغوه او درې شل اوریزې لوبې ځنډولې دي.