په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکې وایي چې په افغانستان کې د روسیې ګټې له لويديځې نړۍ سره په ټکر کې دي.
د هغه په خبره، له همدې کبله امریکا هڅه کوي چې د بې ځایه تبلیغاتو پر مټ د روسیې اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
ماتيتسڅکي سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي چې امریکا نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د روسیې خلاف تبلیغاتي کمپاین پیل کړی او غواړي د روسیې اعتبار زیانمن کړي.
هغه ویلي، په داسې حال کې چې ټول ګاونډي هېوادونه باثباته افغانستان غواړي، خو امریکا او نور غربي هېوادونه غواړي چې د خپلو ګټو پر بنا خپل جوړ کړي پلانونه په دې جنګ ځپلي هېواد کې پلي کړي.
سفير زیاته کړې چې لويديځ د ۱۷ کلونو په تېرېدو لا هم د افغانستان په وضعیت کې مثبت تغیر نه دی راوستی او هر وخت د افغانستان خلک له ناامنیو سر ټکوي خو لويديځه نړۍ یې پر وړاندې چوپه خوله ده چې دې کار د افغانانو روحیه هم سخته زیانمنه کړې ده.
هغه دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د ناامنیو تر څنګ د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق هم هغه څه دي چې امریکا یې پر وړاندې د مبارزې ژمنه کړې وه خو تر اوسه په بشپړه توګه ناکامه ده.
نوموړي زیاته کړې، امریکا باید د خپلو ماتو پړه پر نورو وانه چوي او د دې پر ځای چې دروغ سیاست وکړي او نور ملامت کړي باید په رڼو سترګو د افغانستان وضعیت درک او د حل لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي.