په کابل کې نن د فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې چې تر یوې میاشتې به دوام کوي. د افغانستان اتلانو لیګ دا مهال د کورني او سوداګریز فوټبال تر ټولو په لوړه کچه سیالۍ دي چې د کابل په نړیوال لوبغالي کې تر سره کېږي. سږ کال دغه لیګ ته یو شمېر بهرني لوبغاړي هم غوره شوي او د بېلابېلو لوبډلو په استازولۍ به لوبېږي. د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي وايي، دغه لیګ ته له نایجریا، ایران او پاکستان څخه هم ځينې مطرح لوبغاړي کابل ته را رسېدلي دي. په دغه لیګ کې په بېلابېلو نومونو ۱۲ لوبډلې لوبېږي، ۱۲ واړو کلبونو لوبغاړي د بولۍ له لارې پیرلي او د کورني فوټبال مشهور لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو غوره کړي دي.