له اوکراین سره د امریکا د تازه پوځي مرستې په غبرګون کې روسیې ویلي، چې دا به د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت بدل نهکړي. کرملین پرون، د اپرېل ۲۲مه ویلي چې دغه مرستې به د جګړې لوری بدل نهکړي، چېرته چې روسیه برلاسې ده. د امریکا کانګرېس د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د ۶۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت اوکراین ته د پوځي مرسته هغه کڅوړه تصویب کړه چې له میاشتو ځنډول شوې وه. د کرملین ویاند ډیمټري پېسکوف خبریالانو ته ویلي د روسیې وسلهوال پوځ په لومړۍ کرښه کې خپل دریځ پیاوړی کوي او ځانګړې شوې پیسې او وسلې به زموږ د خوځښتونو مخه ونهنیسي. پېسکوف همداراز زیاته کړې چې «دوی «امریکا او ملاتړي» به یې، اوکراین کې د لا نورو وژنو لامل وګر ځي.