د بلوچستان یوې ځايي محکمې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی دی. ځايي محکمې د هغې قضیې په لړ کې د اڅکزي د نیولو امر کړی، چې په ګوالمنډي سیمه کې ثبت شوې ده. د یادونې ده، چې محمد اڅکزی د پاکستان ولسمشرۍ مقام ته نوماند شو، نو پولیسو يې پر کور چاپه وهلې وه او د نوموړي شخصي ساتونکی یې نیولی و. د ځايي پولیسو په وینا د محمود خان اڅکزي استوګنځي ته ځکه پولیس ورغلي و، چې د نوموړي کور ته نږدې د ځمکې یوه ټوټه غصب شوې وه، خو کله چې پولیسو د غصب ختمولو لپاره فعالیت پیل کړ، مخه یې نیول شوې وه.