(خبره وکړه چې ګټونکی شې) کتاب شپږم ځل پر پښتو ژبه چاپ شو. د کتاب لومړی چاپ مخکې شوی، خو دا چې لوستونکو یې تود هرکلی کړی او تر ډېره دوی ته ګټوره تمام شوی، دا دي له لومړي چاپ وروسته د شپږم وار لپاره له چاپخونې راوځي.
د کتاب لیکوال مشهور او په نړۍ کې پېژندل شوی شخص او د بریالۍ وینا رهبر برایان ټریسي دی. د کتاب پښتو ژباړه فضل الحق طاهرزي کړې چې همدا پښتو بڼه یې ټول ټال ۱۹۴ مخونه لري.
لیکوال دا کتاب د وینا او ویناوالو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو او تجربه لرونکو ویناوالو د نظرونو له مطالعې کولو وروسته لیکلی دی. نوموړي په دغه کتاب کې خپلې او د نړۍ د بریالیو ویناوالو تجربې را اخیستې دي او د هغو په رڼا کې یې نوې لارې وړاندې کړې دي.
دا کتاب تر ډېره عملي بڼه لري، په خورا خوږه ژبه لیکل شوی او د وینا کولو مهم تخنیکونه په داسې ساده ژبه پکې بیان شوي، چې حتی نالوستي خلک هم پرې پوهېږي.
په دغه کتاب کې داسې تخنیکونه بیان شوي دي چې که تر اوسه د وینا لپاره یو ځل هم د ستیج سر ته نه وی پورته شوي، په لوستو او عملي کولو سره به یې ډېر ژر په پیاوړي ویناوال بدل شی. که چېرې د وینا په برخه کې تجربه لری او ډېرې ویناوې مو کړې وي، د دغه کتاب په لوستو سره به مو د وینا مهارتونه لا هم پياوړي شي.
د دغه کتاب په لوستو سره به وکولای شی چې د وینا او خبرو کولو له لارې ګټونکی شی، مانا دا چې تاسې به نور د یو کار او په اصطلاح د خپل حق غوښتلو کې زړه نا زړه نه وی، په پوره جرئت او ښه ډول به مو هر کار سرته ورسوی او هر هغه څه چې تاسې یې غواړی لاسته راوړی.
اصلاً خو د دغه کتاب موخه همدا ده چې (خبرې وکړه چې ګټونکی شې). د کتاب هره موضوع یو له بل سره تړلې ده او تر ډېره د یوې کیسې په اړه په څو عنوانونو کې خبرې شوې دي.
که غواړئ چې د خبرو له لارې ګټونکي شی او هغه چې غواړئ ورته ورسېږی او هغه څه چې نورو ته یې رسول غواړئ، همدا کتاب مو دا هیلې پوره کوي.
مینوال کولای شي دا کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.