د افغانستان د فوټسال لوبډلې د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا په نوې اعلان شوې نړیواله درجه بندۍ کې۳۰م ځای خپل کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یو کال وړاندې په ۱۰۰م ځای کې و. افغانستان وروسته له هغه دا پرمختګ تر لاسه کړ چې د اسیا د فوټسال په اتلولۍ سیالیو کې یې عراق، قرغزستان او بحرین مات کړل. له کوېټ سره مساوي شو او له ایران او تاجکستان څخه یې ماته وخوړه. افغانستان د اسیا په اتلولۍ سیالیو کې چې د اپرېل په ۲۸مه په تایلند کې پای ته ورسېدې د اسیا د لوبډلو تر منځ پنځم مقام خپل کړ او وتوانېد د فوټسال نړیوال جام ته هم لار پیدا کړي. د یادولو وړ ده، چې د نړۍ په کچه د فوټسال په درجه بندۍ کې په لومړي مقام برازیل دی، دویم پرتګال، درېیم هسپانیه او څلورم ایران دی.