پاکستان له ایرلنډ سره د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د پنځو ویکټو په توپیر وبایلله. د ایرلنډ په پلازمېنه ډبلین کې پرون د پچې له بایللو وروسته پاکستان کوربه ټیم ته د شپږو ویکټو په سوځېدو سره په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. ایرلنډ دغه هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹.۵ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله. د ایرلنډ او پاکستان ترمنځ بله لوبه سبا د یکشنبې په ورځ او وروستۍ لوبه د سې شنبې په ورځ ده.