د بدنې روزنې او ورزش ادارې مسوولین وایي، چې د سره صلیب او نوه املوس موسسې په مالي ملاتړ يې د اتو ولایتونو د بي ګروپونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ پيل کړې دي. د مالوماتو له مخې په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې ده. د بدنې روزنې او ورزش ادارې پرون په یوه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې د همدې سياليو په لومړۍ لوبه کې ميمنې لوبډلې ۲۵ د ۲۱ نمرو په توپير میدان وردګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سياليو لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه. د دې سياليو مخکښه لوبډله به د الف ګروپ سياليو ته لاره پيدا کوي. د ویلچر باسکټبال دغه سيالۍ د کابل په پارا المپيک ورزشي جمنازیم کې پيل شوې دي، چې ۵ ورځي به دوام وکړي.