د ننګرهار د خوږياڼو قومي مشرانو په دغه ولايت کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د ۰۲ قطعې د شپنيو عملياتو غندنه او د دغو عملياتو د بندېدو غوښتنه وکړه.
دوی وايي، په تېره شاوخوا يوه مياشت کې د دغه ولايت په خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو کې د یادو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۱۶۰ ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې، ماشومان او سپين ږيري هم پکې شامل دي.
دغو قومي مشرانو چې پرون يې په جلال اباد ښار کې مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، دغه راز ګواښ وکړ چې که حکومت د دغو عملياتو مخه ونه نيسي؛ نو دوی به ولسي پاڅون وکړي.
قومي مشر دلاور جرنيل زاده وويل چې تېره مياشت يوازې په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۰۲ قطعې له لوري ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي.
مدني فعال او د خوږياڼو ولسوالۍ يو قومي مخور عزيز خوږياڼي وويل چې تېره مياشت د دغه ولايت په خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو کې چې ټول د خوږياڼو په قوم پورې تړلي، د ۰۲ قطعې د عملياتو له امله ۱۶۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دی وايي، په عملياتو کې د خلکو کورونه ړنګ شوي، مالي زيانونه ورته رسېدلي او ډېرې کورنۍ مجبورې شوې چې د خپل ځان خوندي ساتلو لپاره ښاري سيمو ته کډه وکړي.
دغه راز د ابراهيم زمان په نوم يو بل قومي مشر وويل، حکومت د دې ډول کړنو په ترسره کولو ولس پاڅون کولو ته اړ باسي او دغه راز ولسونه مجبورېږي چې له وسله والو سره يو ځای شي.
احمد زاهد زاهدي د خوږياڼو ولسوالۍ هغه اوسېدونکی دی چې د همدغو عملياتو له امله يې د کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي. دی وايي، د کورنۍ هېڅ غړي يې له وسله والو مخالفينو سره اړيکه نه درلودې او ټول په يوه شپه وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وایي چې د ۰۲ قطعې د عملياتو په تړاو ورته شکايتونه رسېدلي او دوی هم له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريک کړي دي.
د يادې قطعې مسوولين له رسنيو سره خبرې نه کوي، خو په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست وايي چې ځانګړو قطعو هېڅکله خپلسري عمليات نه دي کړي.
د دغه رياست يوې سرچينې پژواک ته ويلي چې طالبان په دې وروستيو کې د خلکو له کورنو پر ځواکونو ډزې کوې، له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي او بيا په ملکي جامو کې د تېښتې هڅه کوي.
سرچينه وايي، چې طالبان په دې وروستيو کې د سوريې او عراق د جګړو عکسونه هم د ځان په ګټه خپروي چې ګوندې په عملياتو کې ملکيان وژل شوي دي.