د هرات د ولايتي شورا غړي وايي، دغه ولايت د وسله والو طالبانو له جدي ګواښ سره مخ دی.
د هرات د ولايتي شورا مرستیال توریالی طاهري وايي، د هرات له ۱۹ولسوالیو په ۱۳ هغو کې طالبان پراخ حضور لري او خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
نوموړی نيوکه کوي چې حکومت په هرات کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره لازم اقدامات نه دي کړي: «هرات ۱۹ ولسوالۍ لري چې طالبان یې په ۱۳ هغو کې فعال حضور لري. یوازې د دغو ولسوالیو مرکزونه د حکومت تر کنټرول لاندې دي، په لویو لارو او کلیو یې طالبان حاکمیت لري، دولتي مامورین تګ راتګ نه شي کولای، اوبې، پښتون زرغون، کشک کهنه او ګلران هغه ولسوالۍ دي چې امنیتي ځواکونو او دولتي مامورینو ته امکانات د هوا له لارې انتقالېږي».
د طاهري په خبره، په ولسوالیو کې پر نا امنیو سربېره په هرات ښار کې هم په دې وروستیو کې قتل، د سړي تښتونې پېښې او نور جنايي جرمونه زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په ولسي جرګې کې هم د هرات او ځینو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنې مطرح شوې.
د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي جرګې ته وویل چې په کابل، هرات، غزني، کندوز او سرپل ولایتونو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، په هغو ولایتونو کې چې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې مطرح شوې د افغان ځواکونو تهاجمي عملیات روان دي چې ښې لاسته راوړنې هم لري.