د سږ کال ای پي ایل لیګ سیالیو په پایلوبه کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې حیدر آباد ته په ۸ ویکټو ستره ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. په دې پایلوبه کې د بچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه غوره کړ، چې توپ وهونکو ښه پیل ونه کړ، ټوله لوبډله یې یوازې په ۱۱۳ منډو کې وسوځېدله او سیالې لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې یې د ګربز اړوند لوبډلې ټاکلی هدف په۱۰.۳ اورونو کې ترلاسه کړ او لوبه یې په ۸ ویکټو وګټله. رحمان الله ګربز چې په سږني ای پي ایل کې یې د خپلې لوبډلې کلکتې لپاره دا دویمه لوبه وه، په ۳۲ توپونو یې ۳۹ منډې جوړې کړې، چې ۲ شپږیزې او ۵ څلوریزې یې په توپ وهنه کې شاملې وې. د یادولو وړ ده، چې په دې پایلوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه مېچل سټارک ترلاسه کړه، نوموړي په دې لوبه کې ښه ډګر ساتنه وکړه، دوه یې کیچونه ترلاسه کړل او دغه راز په توپ اچونه کې یې د ۱۴ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول.