په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر يا (UNAMA) وايي چې په هېواد کې د هوايي بريدونو له کبله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د تېر کال په پرتله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.
یوناما په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۹ ملکي افغانان د هوايي بمباریو له امله وژل شوي او ۲۰۴ نور ټپیان شوي چې دا شمېرې د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۵۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
یوناما اندېښنه ښودلې چې د ټولو هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو له نیمایي زیاته برخه ښځې او ماشومان جوړوي.
یوناما په دغو پېښو کې ۵۲ سلنه افغان ځواکونه، ۴۵ سلنه بهرني ځواکونه او درې سلنه ناپیژانده حکومت پلوه ځواکونه ګرم بللي دي.
یونامه دغه راز، د سپټمبر په ۲۲مه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یو ښوونکي پر کور هوايي برید ته په اشارې ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي: «د برید ټول قربانیان د نیا، نیکه او ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې د دوه او دولسو کلونو تر منځ وو، د یوې کورنۍ څخه وو. د بلې کورنۍ له شپږو غړو څخه پنځه یې چې ښځې او ماشومان پکې ول، د کور د وېجاړېدو له امله ژوبل شول».
په بیان کې راغلي، لا تر اوسه دا څرګنده شوې نه ده، چې دغه هوايي برید افغان او که بهرنیو ځواکونو کړی دی.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د دې پیښې په تړاو پلټنې کوي.
په ورته مهال د وردګو ولايت په جغتو کې هم پر يوه کور بمبار شوی له کبله يې ۱۲ تنه په شهادت رسېدلي دي. په جغتو کې هم بمبار پر يوه کور شوی او تلفات يې هم ټول د يوې کورنۍ غړو ته اړولي دي.
یوناما پر ښکېلو غاړو غړ کړی چې په هوايي بریدونو کې ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د لاملونو د روښانه کولو لپاره په خپلواکه، بېپرې، شفافه او اغېزناکه توګه څېړنې وکړي.
دې ادارې په جګړه کې ښکېلو لورو ته یادونه کړې چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره، نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته په پام اغېزناک ګامونه پورته کړي.