د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، چې اسراییلو په غزه کې د تل پاتې اوربند لپاره نوې طرحه وړاندې کړې او د حماس ډلې څخه یې وغوښتل چې دا هوکړه ومني. بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزې کې د اسراییل او حماس تر منځ جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل چې د اسراییلو لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزې کې د شپږو اونیو لپاره اوربند وشي او اسراییلي ځواکونه به د غزې تړانګې د ټولو ګڼ مېشتو سیمو څخه ووځي. جو بایډن په خپلو خبرو کې همدارنګه ویلي، چې په غزه کې د اوربند او سولې مسوولیت اوس د حماس ډلې پر غاړه دی. د حماس ډلې هم منځګړو هیوادنو ته ویلي چې یوازې په هغه صورت کې دا موافقه مني چې په جامع اوربند توافق وشي، اسراییل یرغل بند کړي او د بندیانو او برمته شویو کسانو تبادله وشي.