د ارام سمندر سیمې، آسیايی او افریقایي هېوادونو خبریالانو په چین کې ددغه هېودا له هنري ډلې سره وکتل، د یادې ډلې مسوولینو له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د چین هنري ډله په ملي کچه کار کوي او د چین د کلتور او هنر استازولي کوي، ددوی په خبره دغه ډله هڅه کوي چې خلکو ته د چین د کلتور او هنر اصلي تصویر وړاندي کړي.
د مسوولینو په وینا دغه ډلې تر دې دمه د نړۍ ۷۰ هېوادنو ته هنري سفرونه کړي دي او دغه راز یې د نړۍ په ګڼو هېودانو کې په هنري نندارتونو کې ګډون کړی دی. دوی زیاتوي دا ډله هڅه کوي چې د چین کلتور او هنر ته پراختیا ورکړي او په دې برخه نور نوښتونه رامنځه کړي.
په دغه لیدنه کې د چین ملي هنري ګروپ مسوولینو د خبریالانو ځینو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل، خبریالانو د دغه ډلې هنري فعالیتونه له نږدې وکتل او دغه راز هغه هنري اثارو څخه یې هم لیدنه وکړه چې نندارې ته اېښودل شوي وو.