هندي پولیسو ویلي، چې دوسله والو په برید کې ۹ تنه هندو زیارت کوونکي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي. د جمو د سیمهییزو پولیسو یوه چارواکي موهیټا شرما ویلي، چې وسلهوالو تند لارو پر بس برید کړی؛ بس په دره کې لوېدلی، چې له کبله یې ۹ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي. پولیسو ویلي، چې د دې پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او په سیمه کې د شکمنو بریدګرو د موندلو عملیات پیل شوي دي.