امريکا په دې وروستيو کې يوځل بيا د بندیز لګولو له وسيلې استفاده کړې او د اسرائيل د صدراعظم بنيامين نيتانياهو او څو نورو مشرانو د نيولو په تړاو يې د نړيوالې جنايي محکمې حکم ننګولی دی. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېڼ يوه انلاين اندپوښتنه کړې او ٪ ۹۰،۱ ګډونوالو يې د امريکا ياده کړنه غير قانوني بللې او د دوی په اند، امريکا نړيوالې محکمې او نړيوال نظام ته هيڅ درناوی نه کوي. امريکا له ۱۹۵۰ م کال راهیسې پر نورو هېوادونو ډېر بنديزونه لګولي، چې د بنديزونو شمېر يې په نړۍ کې تر ټولو زيات دي. د دغه هېواد د ماليې وزارت د تېر کال شمېرې ښيي، چې د نړۍ تر ۲۰ زیات هېوادونه د امريکا له بنديزونو سره مخ شوي دي. د سي جي ټي اېڼ د ان د پوښتنې ٪ ۷۸.۹ ګډونوالو د امریکا د ماليې وزارت په يادې شمېرې حيرانتيا ښودلې او دغه هېواد يې د نړۍ يوازينی لوی بنديز لګوونکی هېواد ياد کړی دی.