د پکتيا د بدني روزنې او سپورټ رياست مسوولین وايي، په احمدخېلو ولسوالي کې د نهه ولايتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي د ولي حسنخېل لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې. د دې لوبو لومړي مقام ګټونکې لوبډله ته یو کرولا ډوله موټر ورکړل شوی دی. د یاد ولايت د سپورټ رياست ویلي، په دغه سیالیو کې د پکتيا په ګډون د کابل، لوګر، غزني، ميدانوردګ، خوست، کاپيسا، لغمان، ننګرهار او پکتيکا ولايتونو لوبډلو ګډون درلود. دغه سیالي د پکتيا بدني روزنې او سپورټ رياست لهخوا د یوه سوداګر په مالي ملاتړ د واليبال د ودې او پرمختګ په موخه جوړ شوې وې چې ۵۰ ورځې یې دوام وکړ.