د راپورونو له مخې د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې درېیم هېواد ته د ناقانونه کډوالو د استولو چاره وڅیړي، کوم کار چې د بریټانیا حکومت د ناقانونه کډوالو د فشار کموالي لپاره ترسره کړ، خو تر اوسه یې پایله بې ګټې ده. د جرمني لومړۍ وزیرې اولاف شولتز د دغه هېواد د ایالتونو چارواکو ته د دې طرحې د بیاکتنې ډاډ ورکړی دی. د راپورونو پر بنسټ، جرمني په دې تړاو یو شمېر کارپوهانو سره خبرې کړې دي؛ خو د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر ډاډه نه ده چې دل طرحه دې په دغه هیواد کې د کډوالو وضعیت ته بدلون ورکړي. اولاف شولتز وایي، چې پلان لري په دې هکله خپل وړاندیزونه د ډېسمبر په میاشت کې د فدرالي حکومت د مشرانو غونډې ته وړاندې کړي. تر اوسه مالومه نه ده، چې کوم هېواد دې ته چمتو دی څو له جرمني څخه پناه غوښتونکي ومني.