دغه لوی جومات د چین د شینجیانګ ولایت د کاشغر په ښار کې موقعیت لري، یاد جومات د شینجیانګ ولایت د تاریخي ابداتو څخه دی چې په 1442 کال کې جوړ شوی دی وروسته بیا څو ځلې رغول شوی او پراخ شوی دی.
د جومات د دنه تالارونه، انګړ، د اودس کولو خونه، دروازې، او د استوګنې ځایونه د انګړ شاوخوا جوړښتونه او معمارۍ او ډیزاین د پخواني دود او سبک له مخې شوي دي.
جومات د امام په خبره، دې جومات ته زیات اویغوري مسلمانان د عبادت لپاره راځي، دغه راز د سلګونو لمونځ کوونکو ظرفیت لري. دا چې دا جومات لرغونی او تاریخي جومات دی ګڼ داخلي او بهرني سیلانیان یې هم لیدو ته راځي.