د افغانستان سوکوهنې څلور کسیزه ملي لوبډله د اسیا په کچه د سوکوهنې اتم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته روانه شوه. په دې لوبډله کې یو روزونکی او درې لوبغاړي شامل دي، چې په لوبغاړو کې به مجتبی حیدري په ۴۸، احمد علي ملک زاده په ۵۷ او فردوس نجیبي په ۷۵ کیلوګرامه وزنونو کې سیالۍ وکړي. دغه سیالۍ به د اسیا په کچه د نویو ځوانو سوکوهونکو ترمنځ د روسیې په یاقوتیس ښار کې د روان کال د جون میاشتې په ۲۶مه پیل او د جولای میاشتې تر ۷مې نېټې دوام وکړي.