روسیې او اوکراین ۹۰ بندیان تبادله کړې دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ هغه ۹۰ بندیان تبادله شوي چې د جګړې پر مهال نیول شوي وو. د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ تبادله د می میاشتې په ۳۱مه شوې وه چې ۷۵ بندیان پکې شامل وو.