یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

په سمر داووس کې د چين د پنځم نسل پرمختللې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا بدلونونه

جون 28, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د ډاليان د غونډو په نړيوال تالار کې د نویو اتلانو د اقتصادي فورم پنځلسمه کلنۍ غونډه چې سمر داووس یې هم بولي، يوازې د نړۍ د رهبرانو جرګه نه، بلکې د پرمختلليو بېخ بناوو د جوړولو په برخه کې د چين د بې مثاله وړتيا ننداره هم ده. په چين کې د نړيوالو غونډو دغه نوی لوی تالار چې د پنځم نسل په تر ټولو پرمختللې ټکنالوژۍ (5G-A) او ځيرکې محاسباتي ټکنالوژۍ سمبال دی د فورم شعار (د ودې لپاره راتلونکي حدود) مجسموي.  دا بېخ بنا د ودې د نويو ماډلونو د پرمختګ لپاره د چين باالقوه ځواک ښيي چې په فزيکي او ډيجيټلي پرمختګ ټينګار کوي.

په سمر داووس کې د پنځم نسل پرمختللې او ځيرکې محاسباتي ټکنالوژۍ ادغام د پرمختګ پر لور د چټک ګام څرګندونه کوي. (5G-A) چې د ټکنالوژۍ د پنځم نسل تر ټولو پرمختللې بڼه ده، د انټرنيټ خورا لوړ سرعت، د ځنډ کمښت او چټک اتصال وړاندې کوي. دغه پرمختللې ډيجيټلي بېخ بنا د ځيرکو شبکو د رامنځته کولو وړتيا لوړوي او کاروونکو ته د ټکنالوژۍ بې بديله تجربه وړاندې کوي. د معلوماتو بې ځنډه پروسس او ځيرک محاسباتي سيسټمونه د کنفرانس له چاپېريال سره مدغم شوي چې د کنفرانس مؤثريت او کارنده توب یې د پام وړ زيات کړی دی.

بېخ بناوې، که فزيکي وي او که ډيجيټلي، د ودې د نويو ماډلونو د بنسټ ډبرې دي. د دې خبرې تر ټولو قانع کوونکی تاريخي دليل له ۲۲۱ قبل الميلاد څخه تر ۲۰۷  قبل الميلاد پورې د چين سلسلې د پادشاهۍ په وخت کې د بېخ بناوو انکشاف دی. د هغه وخت پادشاه چينشيهانګ د بنسټیزو اصلاحاتو او بېخ بنايي پروژو د پلي کولو له لارې ټول هېواد سره متحد کړ.

د هغه مهال يوه مهمه لاسته راوړنه د سړکونو او کانالونو د يوې شبکې رامنځته کول وه، چې د امپراطورۍ مختلفې سيمې یې سره وصل کړې او په نوي متحد دولت کې یې سوداګريز او نظامي حرکتونه اسانه کړل. د سړکو د شبکې رامنځته کولو د وزنونو او معيارونو، قانوني کوډونو او حتی د کاډيو د اکسلونو د پراخوالي په معياري کولو کې چې د سپرليو او بارونو د ښه او خوندي ليږد لپاره اړين دي، مهم رول ولوباوه.

پر دې سربېره د لويو کانالونو پراختيا، که څه هم چې د پادشاهيو په وروستيو سلسلو کې بشپړه شوه، خو پيل یې د چين په سلسله کې شوی و. د کانالونو يادې شبکې مهم سيندونه سره وصل کړل، د غلو او نورو توکو لېږد را لېږد یې اسانه کړ او اقتصادي ثبات او ودې ته یې لاره هواره کړه. د دې بېخ بناوو رامنځته کولو نه يوازې د امپراطورۍ کنټرول ټينګ کړ، بلکې په ټول چين کې یې اقتصادي سوکالي او کلتوري انسجام هم رامنځته کړل. د ليکنيز او پولي سيسټمونو معياري کولو هم د مختلفو سيمو په متحدولو او د اړيکو او د سوداګرۍ په تقويه کولو کې د پام وړ رول ولوباوه.

پورتني تاريخي وقايع ښيي چې د بېخ بناوو ستراتيژيکه پراختيا څرنګه د ملتونو په اتحاد او پياوړتيا کې د لوی اسانچاري رول لوبوي او د نويو ماډولو ودې ته لاره هواروي.

يوه بله بېلګه چې د بېخ بناوو د رغونې اهميت څرګندوي، په متحدو ايالتونو کې د ايالتونو تر منځ د لويو لارو سيسټم دی. د دغه سيسټم نوښت د متحدو ايالتونو د ۳۴م ولسمشر ډوايټ ډيويډ ايزونهاور له لوري په ۱۹۶۵ کال کې وشو. د لویو لارو دې پراخې شبکې د امريکا اقتصاد او ټولنه په بشپړ ډول بدل کړل، د هېواد په ټولو سيمو کې یې د سپرليو او توکو د لېږد را لېږد چاره اسانه او د ډاډ وړ کړه، د لېږد را لېږد وخت او لګښتونه یې هم د پام وړ را کم کړل.

پر بېخ بناوو دې پانګونې اقتصادي وده وهڅوله، ان تر دې چې د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د منځنۍ طبقې امريکايانو د سوکالۍ او اقتصادي ودې کليدي عامل بلل کيږي. لویو لارو ښاري پراختيا او د موټرو صنعت تقويه کړل، د توکو لېږد یې چټک کړ چې دا چاره بيا په خپل وار سره د صنعت او پرچون سوداګرۍ د ودې لپاره اړينه ده. پر دې سربېره د لويو لارو پراختيا د ودې نويو ماډلونو لکه د مساپرخانو، پيټرول پمپونو او وړو سوداګريزو مرکزونو جوړيدو ته لاره هواره کړه چې ورسره سم امريکايي ليدلوري او اقتصاد هم بنسټيز بدلون وکړ.

دواړې تاريخې بېلګې د اقتصادي ودې او ټولنيزې پراختيا په برخه کې د بېخ بناوو حياتي رول په ګوټه کوي. د (5G-A) او ځيرکو محاسباتو په څېر د پرمختلليو ټکنالوژيو د ډيجيټلي زيربناوو په ادغام سره پرمختللې ټولنې کولی شي چې له بنیادي درسونو په استفادې یې راتلونکې ودې او نوښتونو ته لاره هوارېدای شي.

اوسمهال، د ډيجيټلي او فزيکي بېخ بناوو په رامنځته کولو کې د چين وړتيا بې ساري ده. د ډاليان سمر داووس د دې وړتيا څرګنده نښه ده. د زرغونې انرژۍ ودې ته له ژمنتيا سره هممهاله په هغه هېواد کې د (5G-A) ټکنالوژۍ پراختيا او په کار اچونه د هغو جامع او پرمختلليو بېخ بناوو د رامنځته کولو په برخه کې د چين رهبري را برسېره کوي چې د ودې د نويو ماډلونو ملاتړ کوي.

د چين د بې ساري وړتيا بل ثبوت د دغه هېواد د چټکو اورګاډو تر ټولو لويه شبکه ده. دې شبکې لوی ښارونه او سيمې سره نښلولي، د سفر وخت یې خورا کم کړی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې اقصادي ادغام پياوړی کړی دی.

همدې ته ورته، د چين د ځيرکو ښارونو نوښت چې، د توکو انټرنيټ، مصنوعي ځيرکتيا او لوی معلومات سره يو ځای کوي، د اينده پالې ښاري پراختيا پر لور د ياد ملت د تګ بېلګه ده. دا پروژې نه يوازې دا چې د ښارونو د اوسېدونکو د ژوند کيفيت لوړوي، اقتصادي مؤثريت او چاپيريالي پايداري هم تقويه کوي.

د دغو ابتکارونو برياليتوب پر عصري کولو او نوښتونو د چين د ستراتيژيک تمرکز پايله ده. فورم نه يوازې په دې برخه کې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کوي، بلکې د نړيوالو همکاريو او علمي تبادلو د يوه چوکاټ په توګه عمل کوي  او د بېخ بناوو د پراختيا په برخه کې په نړيواله کچه د چين مخکښتيا هم تقويه کوي.

له پايدارې فزيکي پراختيا سره يو ځای د (5G-A) او ځيرکې محاسباتي ټکنالوژۍ د بېخ بناوو يو ځای کول د پرانيستي او نوښتګر سوداګريز چاپېريال رامنځته کولو ته د چين ژمنتيا پياوړې کوي. په داسې حال کې چې نړۍ د ودې نوي ماډلونه لټوي، چين چمتو دی چې د خپلو وړتياوو پر مټ د زيربناوو د رغونې په برخه کې مخکښ اوسي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې دغه نوي حدود د لاسرسي وړ دي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In