یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

سمر داووس د نړۍ لپاره پراختيايي فرصتونه وړاندې کوي

جون 28, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د نويو اتلانو د اقتصادي فورم يا سمر داووس پنځلسمه کلنۍ غونډه د جون په ۲۵مه د چين د شمال ختيځ لياونينګ ولايت په ډاليان ښار کې پيل شوې او د جون تر ۲۷مې نېټې پورې به روانه وي.‎ په سږنۍ غونډه کې پر شپږو لویو موضوعاتو خبرې کيږي چې له (نوي نړيوال اقتصاد، چين او نړۍ، د مصنوعي ځيرکتیا په زمانه کې له تشبثاتو، د صنايعو له نويو حدودو، پر خلکو له پانګونې او د اقليم، طبيعت او انرژۍ له اړيکې) څخه عبارت دي. په دې غونډه کې د نړۍ له ۸۰ هېوادونو او سيمو څخه تر ۱۶۰۰ ډير ميلمانه راټول شوي چې د ودې نوي حدود را وسپړي.

سمر داووس نه يوازې نړۍ ته د چين د ور خلاصون لاره ده، بلکې د چين او نړۍ تر منځ د مارکيټونو او سرچينو د اتصال پل هم دی. په وروستيو څو کلونو کې په نړيواله اقتصادي وده کې د چين ونډه له ۳۰ سلنې ډيره ده. دغه هېواد د نړيوال اقتصاد د ثبات په برخه کې پر غوړېدونکې حياتي سرچينې بدل شوی دی.

نړيوال اقتصادي فورم په ۱۹۷۱يم کال کې رامنځته شوی، غير دولتي نړيوال سازمان دی چې د نړيوالو اقتصادي همکاريو د پياوړتيا او د نړيوالو اقتصادي او اجتماعي مسايلو د راسپړلو په برخه کې کار کوي.

له ۲۰۰۷ کال راهيسې نړيوال اقتصادي فورم د چين لپاره چې په ډاليان يا تيانجين ښارونو کې د سمر داووس کوربه توب کوي، خپله اجنډا تنظيم کړې ده. سږ کال د ياد فورم ۱۵مه نړيواله کلنۍ غونډه روانه ده او دا غونډې کرار کرار د نړيوالو شريکانو لپاره پر يوه داسې مهم چوکاټ بدلې شوې چې په ترڅ کې یې د چين د اقتصادي محرکونو په تړاو معلومات ترلاسه کيدای او د نړۍ د ګوټ ګوټ سوداګر او کاروباريان په چيني بازارونو کې له شته فرصتونو خبريدای شي.

زما (د تبصرې د ليکوال) له نظره په سمر داووس کې د نړۍ لپاره د اقتصادي ودې دوه مهم فرصتونه موجود دي: د چين د لوړې کچې د ور خلاصون فرصت او د پرانيستې نړۍ له اقتصاد سره د هغه د ښکېلتيا فرصت.

لومړی؛ د چين د کمونيست ګوند د شلم ملي کانګريس په راپور کې ټينګار شوی چې چين بهرنۍ نړۍ ته د ور خلاصون په تړاو خپل بنيادي ملي سياست ته ژمن دی او د ور خلاصون لپاره متقابله ګټوره ستراتيژي پلې کوي. ياد هېواد پر خپلې ودې او د داسې پرانيستې نړيوال اقتصاد په رامنځته کېدو کې د ونډې په اخيستلو سره چې د نړۍ ټولو خلکو ته یې ګټه ورسيږي، د نويو فرصتونو د رامنځته کولو هڅه کوي.

د نړيوالې اقتصادي ودې د بيا عادي کېدو له کمزورتيا، د نړيوالې سوداګرۍ له کمزورې ودې او د بهرنۍ تقاضا له شديد کموالي سره سره چين د لوړې کچې ور خلاصون ته خپله ژمنتيا ساتلې او د نړيوالې پانګونې او سوداګرۍ د بيا را ژوندي کېدو لړۍ یې چټکه کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې چين د ترانس – پاسفيک مشارکت لپاره په جامع او مترقي تړون او د ډيجيټلي اقتصاد د مشارکت په تړون کې د غړيتوب غوښتنې وکړې او د ور خلاصون لپاره یې د عطف نوی اداري ټکی رامنځته کړ. چين په فعال ډول د رقابتي بې پرېتوب، د پانګونې د خونديتابه، د فکري ملکيتونو د ملاتړ، د کار د سياستونو، د چاپېريال ساتنې، د اختلافونو د هواري د ميکانيزمونو، د نظارتي ثبات او دغه راز د خدمتونو او ډيجيټلي سوداګرۍ لپاره د نويو قوانينو له معيارونو سره همغږی دی.

د ۲۰۲۲ کال په پای کې د چين د مستقيمې بهرنۍ پانګونې کچه ۲.۷ ټريليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې وه او په دې توګه دغه هېواد د شپږو پرله پسې کلونو لپاره د ډيرې بهرنۍ پانګونې لرونکو دريو هېوادونو په کتار کې راتلو. په ۲۰۲۳ کال کې چين د ازادې سوداګرۍ ۲۲ ازمايښتي سيمې رامنځته کړې چې په ساحلي، داخلي او سرحدي سيمو کې یې د منظمو اصلاحاتو او ور خلاصون لپاره د نوښتګرې تګلارې څرګندونه کوله. په ټوله کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۳۰۲ سازماني نوښتونو ته انکشاف ورکړل شوی، اصلاح شوي او تکرار شوي چې په نړيواله کچه د ور خلاصون لپاره د چين د سيستماتيکې تګلارې له لارې د نويو فرصتونو د رامنځته کولو زيری ورکوي.

پر دې سربېره د چين لپاره هم په پرانيستي نړيوال اقتصاد کې د ښکېلتيا فرصت موجود دی. له ۲۰۱۳ کال راهيسې، کله چې د لومړي ځل لپاره د پرانيستې نړيوال اقتصاد موضوع مطرح شوه، د چين د دولت رييس څو ځله پر دې وړاندیز ټينګار کړی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د رييس شي د نړيوال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې د پرانيستې په مراسمو کې د «زموږ د وخت ګډ مسووليت، د نړيوالې ودې تقويه کول» تر عنوان لاندې مهمه وينا وکړه او ټينګار یې وکړ چې «په نړيوال اقتصاد کې مدغم کيدل يو تاريخي بهير دی». نوموړي د عامې سوکالۍ لپاره پرانيستې پراختيا ته د چين ژمنتيا تاييد کړه.

چين نه يوازې دا چې د جي -۲۰، د سوداګرۍ نړيوال سازمان او د اسيا – اوقيانوسيې د اقتصادي همکاريو په څېر د مؤثرو همکاريو د څو اړخيزو ميکانيزمونو ملاتړ کوي، د نوي ډول اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر رامنځته کولو هم په فعال ډول کار کوي څو د لویو هېوادونو تر منځ همکاري او همغږي ژوره او له ګاونډيو هېوادونو سره یې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پراخې شي.

په تېره يوه لسيزه کې د چين له لوري وړاندې شوی د سړک او کمربند نوښت په دوامداره توګه ژور او پراخ شوی دی. د دې وړانديز په چوکاټ کې تر دې مهاله چين له ۱۵۰ ډيرو هېوادونو او له ۳۰ ډيرو نړيوالو سازمانونو سره د همکاريو تر ۲۰۰ ډير تړونونه لاسليک کړی چې په پايله کې یې د همکاريو تر درې زرو ډيرې پروژې پيل شوې او د تريليارډونو ډالرو پانګونې شوې دي. دې پروژو د ښکېلو هېوادونو په اقتصادي وده کې د پام وړ اغيز درلودلی دی.

په ۲۰۲۳ کال کې چين د تجهيزاتو د توليد په سکټور کې ۶.۶ سلنه، د لوړې ټکنالوژۍ د توليد په برخه کې ۹.۹ سلنه او د لوړې ټکنالوژۍ د خدماتو په برخه کې ۱۱.۴ سلنه کلنۍ وده درلوده. دغه پرمختګونه د ټکنالوژيکي نوښتونو له لارې د راتلونکې ودې د پرمخ بېولو لپاره د چين رهبري څرګندوي. د سمر داووس په څېر چوکاټونه چين ته دا فرصت برابروي چې خپلې تجربې شريکې کړي او په ځانګړې، متوازنه، او پايداره نړيواله اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

د نړيوال کېدو ضد احساساتو له کبله د پېښو خنډونو پر وړاندې په مبارزه کې، موږ پر دې باور يو چې سږنی سمر داووس به همفکره شريکان پر يوه ميز سره راټول کړي څو د راتلونکې ودې لپاره پر نوښتګرو مفاهيمو او پرمختلليو ټکنالوژيو تمرکز وکړي. دغه فورم به د صفرونو د جمعې د لوبې پر ځای د متقابلو ګټو او ګټې – ګټې وضعيت د ملاتړ له لارې له شک پرته بې ساه نړيوال اقتصاد ته د ژوند ساه ورکړي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In