هندي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد په شمال کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۱۶ کسان وژل شوي دي. د هند روغتیايي چارواکو ویلي چې د پېښې ډېری قربانیان ښځې دي. دا پېښه پرون د اترپردېش ایالت په هاتراس ولسوالۍ کې د هندوانو د مذهبي مراسمو کې شوې ده. د هند امنیتي چارواکي وايي، د پېښې د لا زیاتو څېړنو لپاره یې یوه تحقیقاتي کمېټه ټاکلې ده. تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګند، خو یو شمېر عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې پېښه د مذهبي مراسمو له پای ته رسېدو وروسته هغه مهال شوې چې ګډونوالو غوښتل په بېړه له سیمې ووځي.