اروپايي ټولنې د افغانستان په سوېل او سوېللوېدیځ کې څه باندې ۳۴۷ زرو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو، تغذیې او پاکو اوبو برابرولو لپاره ۱۲ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي. دغه پروګرام به د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ د ۲۰۲۷ کال د مې تر ۳۱مې پورې په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز کې په ۲۸ سیمو کې پلی شي. تمه ده چې پروژه په غیرمستقیم ډول ۱.۲۷ میلیونه نورو کسانو ته هم ګټه ورسوي او ۳۹ زره او ۱۷۵ کسانو ته د ناروغیو، اقلیمي پېښو او بېځایه کېدو پر مهال بېړنۍ مرستې برابرې کړي.































