اروپايي کمېسیون د نومبر په ۴مې نېټې د اوکراین او د اروپايي ټولنې د نورو درېو کاندیدو هېوادونو د غړیتوب د ترلاسه کولو لارښود خپور کړی دی.
دغه کمېسيون له اوکراين غوښتي، چې اصلاحات چټک کړي او د ۲۰۲۸م کال تر پایه د غړیتوب د ترلاسه کولو خبرې پای ته ورسوي.
اروپايي کمېسیون په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د پراخېدو کلنی پلان خپور کړی او د مونتینیګرو، البانیا، مولداوي او اوکراین لپاره یې د راتلونکي کال پړاويزې موخې ټاکلې دي او په ټينګار يې ويلي، د اروپايي ټولنې د غړیتوب بهير د همغه هېواد د اصلاحاتو په پایلو پسې تړلی دی.
اروپايي کمېسیون له اوکراین څخه غوښتي، چې اصلاحات راولي او په ځانګړي ډول د قانوني حکومتولۍ او عامه ادارې اصلاحاتو کې چټکتيا راولي او د ۲۰۲۸م کال تر پایه د اروپايي ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو مذاکرات پای ته ورسوي، خو دا يې په دې مانا هم نه ده بللې، چې اوکراین به تر هغه وخته اروپايي ټولنې کې شامل نه شي.































