شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ارګ؛ د اخلاقي فساد تورونه او شکونه

مې 27, 2019
in دریځ
0 0

له پخوا ویل کېدل چې په ارګ کې اخلاقي فساد دی او آن د همدې فساد پر اساس په ارګ او ځینو نورو مهمو دندو کې ګومارنې کېږي. په دې اړه د ارګ کارکوونکو او آن چارواکو تل په شخصي مجلسونو کې خبرې کولې، خو دا موضوع رسنیزه شوې نه وه او نه هم چا په رسمي ډول داسې ادعا کړې وه. له هغه وروسته چې ارګ پر مهمو څوکیو کمزورې، بې تجربې او غیر مسلکي نجونې وګومارلې، نو پر ارګ نیوکې زیاتې شوې. د همدغو نیوکو په دوام په خاص امنیت کې د ولسمشر غني ستر سلاکار جنرال حبیب احمدزي چې تر څو میاشتو وړاندې په ارګ کې و، ادعا وکړه چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینې کړۍ د اخلاقي فساد د تروریج لپاره سیستماتیک کار کوي. جنرال حبیب‌الله احمدزي په کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې ځینې وزیران، د ولسمشر غني سلاکاران او د ولسي جرګې وکیلان “د اخلاقي فساد خپرولو” رول لوبوي. له دې وروسته د ارګ یوې بلې سلاکارې مریم وردګ هم په ارګ کې د اخلاقي فساد خبره کړې ده. په ټولنیزو رسنیو کې په دې تړاو له توندو غبرګونونو وروسته ارګ اړ شو، چې غبرګون وښيي. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پر ارګ د فساد او فحشا خپرولو ادعاوې رد کړې او هغه یې بې بنسټه وبللې. نوموړي وویل چې که له ښاغلي احمدزي سره اسناد وي، باید لویې څارنوالۍ ته یې وسپاري.

 ښکاره ده چې داسې اسناد به نه وي چې په کره ډول دا ادعا ثابته کړي او جنرال احمدزی په څارنوالۍ پرې استناد وکړي، خو ډېر داسې څه شته چې که ثابت نه شي، خو ارګ ترې ځان سپینولی هم نه شي. هغوی چې د ولسمشر غني په وخت کې ارګ او د چارو ادارې ته ورغلي، پوهيږي چې هلته ډېر داسې څه شته، چې د اخلاقي فساد بوی ترې راځي. دا سمه ده چې ښځې دندې او کاري حق لري، خو هېڅوک باید د دوی له مجبوریت څخه ناوړه ګټه وانه خلي او یا هم د اخلاقي فساد په لینونو باید په دندو ګومارنې ونه شي. په ارګ او چارو اداره کې د ډېرو بې تجربې، غیر مسلکي او آن کم لوستو نجونو ګومارنې هغه څه دي، چې پوښتنې را پیدا کوي. خبره هغه وخت لا شک او اندېښنې ته ځي چې همداسې کم لوستې، غیر مسلکي او بې تجربې نجونې له ارګ څخه د باندې په لوړو څوکیو ګومارل کېږي. زموږ ټولنه دودیزه ټولنه ده او سخته ده چې خلک دې دا ډول کړنې وزغمي. اوس دا سمه ده چې نه به جنرال احمدزی او نه هم بل څوک داسې اسناد وړاندې کړي، چې په ارګ کې د اخلاقي فساد ادعاوې ثابتې کړي، خو ډېرې داسې پوښتنې او شکونه شته چې نه یې څوک د کولو جرئت لري او نه به یې هم ارګ داسې ځواب کړي، چې ستونزه حل شي، خو د خلکو په ذهنونو کې یې د شکونو او تورونو یو لوی غر جوړ کړی دی.

ارګ باید دې چارې ته ډېر پام وکړي، ځکه افغانان په دې مسایلو کې ډېر حساس دي او هېڅ داسې ګام وا نه خلي چې د خلکو شکونه او پوښتنې زیات کړي. ښځې د کار حق لري او د هغوی له مجبوریتونو باید ناوړه ګټه وانه خیستل شي او نه هم داسې فضا جوړه شي چې شکونه زیات کړي. د ښځو د ګومارنې بهیر باید روڼ، واضح او له قانون سره سم وي، څو هم هغوی د کار حق تر لاسه کړي او هم د هغوی او حکومت حیثیت ته زیان وا نه وړي.

Share15Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: که امریکا بیا برید وکړي تر سمندر لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کوو

اکتوبر 24, 2026

د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو د قزاقستان او المان خبرې

اکتوبر 24, 2026

مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

اکتوبر 24, 2026

له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In