د افغانستان او ایران د خصوصي سکټور د استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو او د راکړې ورکړې د زیاتوالي په موخه د ایران د دوغارون په ازادې سوداګریزې سیمې کې ګډه اقتصادي غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو سوداګرو او اقتصادي مسوولینو ګډون کړی او د افغانستان او ایران ترمنځ یې د کلنیو سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لس میلیارد ډالرو ته رسولو پر موخې خبرې کړې دي. د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مسوولینو له ایراني پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي. د دوغارون ازادې سوداګریزې سیمې مسوولینو هم د ګډو پانګونو، تولید، پروسس او صادراتو په برخو کې له افغان سوداګرو سره د همکارۍ لپاره د ایراني شرکتونو چمتووالی څرګند کړی دی.































