د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره کتلي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د لمریزې او بادي انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا، د تجربو شریکولو او د ګډو پروژو د پیل په اړه خبرې شوې دي. اخندزاده د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او تخنیکي پلاوي ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې او نوموړي ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، څو د انرژۍ په برخه کې شته فرصتونه وارزوي او د ګډو همکاریو پر عملي لارو چارو خبرې وکړي.































