د افغانستان، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران چارواکو په استانه کې د ټرانسافغان دهلېز د پراختیا او د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ د کاسا اوسپنې پټلۍ پروژې د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت په وینا، د «نیو سلک وې» نړۍوال سوداګریز فورم په څنډه کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو د پروژې د تمویل، د زېربناوو د پراختیا، د مسیرونو د همغږۍ او د پانګهوالو د راجلبولو پر لارو چارو بحث کړی دی. د قزاقستان د ترانسپورټ وزیر نورلان ساورانبایف ویلي، ګډونوالو هېوادونو د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره پر ګډې لېوالتیا ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې د عملي پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا، د دغو پروژو پلي کېدل به د سیمې ترمنځ ترانسپورتي اړیکې پیاوړې، د بارونو د لېږد ظرفیت لوړ او سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.































